IQNA

د دوبئ په قرآني سیالیو کې  د ترټولو ورکوټي ګډون کونکي تلاؤت

16:05 - April 12, 2022
د خبر لمبر: 3485671
تهران (ایکنا)- د دوبئ د قرآم کریم د جایزې  په نړیوالوسیالیو کې د ترټولو ورکوټي ګډون کونکي په زړه پورې غږد دوبۍد المممزر سیمې د فرهنګ او علم د سمپوزیّمم په هال کې د ګډون کونکو او قاضیانو زړونه ځان ته مجذوب کړل .

ایکناخبری آژانس  د البیان له قوله راپور راکړ،د دوبئ قرآن کریم د نړیوالوسیالیوپنځمه ویشتم پړاؤ هره شپه نهه بجې د دوبئد الممزر سیمې  د کلتور او علم د سمپوزیّم په هال کې ترسره کیږي .

د انساني اوکلتوري  چارو کې د دوبئ د حاکم مرستیال ابراهیم محمد بوملحه ، ددغو سیالیو د چارو دمنظمونکی کمیټې مشر ،ددغې کمیټې غړي  او د کونلسلګریو  مسئولان او غړي  او دغه راز زیات شمیر مینه وال په دغو دستورو کې موجود دي .

د  سنګال څوارلس کلن زلمی حاج شیخ جاه په شپږو ګډون کونکو کې تر ټولو وړونکی  او زلمی ګډون کونکی دی  چې د دوبئ د  قران کرم د جایزې په لسمې ورځې ئې په دغو سیالیو کې ګډون درلود، په شپږکلونو او دوو میاشتو کې ئې ټول قرآن کریم حفظ کړی دی .

د  شیخ جاه په زړه پورې تلاؤت  له نورو ګډون کونکو سره په پرتله کې یوډير په زړه پورې تلاؤت حسابیږي په دې توګه چې په هال کې موجود ټولو حاضرو کسانو او قاضیانو پام ئې ځان ته جلب کړ.

د سنګال  دغه ګډون کونکي په یولړ څرګندونو کې ووئيل چې پلار ئې د ټول قرآن کریم حافظ او دقرآني چارو استاد دی او دوه وروڼه ئې هم د ټول قران کریم حافظان دي

ددغه ترټولو زلمي شیخ جاه په زړه پورې تلاؤت ستاسو خدمت ته هم په یوه ویډیوئي کلیب کې وړانډې کیږي .

https://iqna.ir/fa/news/4048628/

captcha